فرانسې د افغانانو په ګډون شاوخوا ۲،۰۰۰ پناه غوښتونکي له یوه کمپه ایستلي

ارشیف، فرانسه کې پناه غوښتونکي

د فرانسې پولیسو د مرکز پاریس په شمال کې د افغانانو په ګډون شاوخوا دوه زره پناه غوښتونکي د کډوالو له یوه لوی کمپ څخه ایستلي دي.

ډي پي اې خبري اژانس لیکلي چې د دې هېواد د کورنیو چارو وزیر جیرالډ دارمانین په یوه ټویټ کې ویلي چې دغو کډوالو په سختو شرایطو کې ژوند کاوه.

ځایي چارواکي وایي دغه کډوال له «Stade de France» سټډیوم څخه ایستل شوي او په پام کې ده نویو ځایونو ته یوړل شي.

د فرانسې پولیسو په وروستیو کلونو کې څو ځلې د پاریس شاوخوا ته ورته سیمې له کډوالو تخلیه کړي، خو هغه کډوالو چې د اوسېدو ځای نه‌لري، بیا بیا کمپونه جوړ کړي دي.

منتقدین وایي دا ډول تخلیه یو سمبولیک سیاسي اقدام دی چې د کډوالو د پالېسي په برخه کې ستونزې نه‌شي هوارولی.

راپورونه وایي دا کمپ په اګسټ کې جوړ شوی وو.

ډېری اوسېدونکي یې د افغانستان، سوډان، ایتوپیا او سومالیا وګړي وو.

خیریه بنسټونه وایي په دې ځای کې کورنۍ له ماشومانو سره وې.