د ولسي جرګې ځیني غړي: حکومت د الیاس داعي د وژنې قضیه کې بې‌غوري کړې

د ازادي راډیو خبریال محمد الیاس داعي

د افغانستان د ولسي جرګې ځیني غړي د ازادي راډیو د خبریال محمد الیاس داعي د وژنې په قضیه کې حکومت په بې‌غورۍ تورنوي.

په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازي شېر محمد اخندزاده دا انتقاد د سې شنبې په ورځ په عمومي غونډه کې مطرح کړ.

ښاغلی اخندزاده زیاتوي: "هلمند د ژورنالېستانو هغه ښه سړی، د ازادي راډیو اواز خلکو په شهادت ورساوه، چا یې پوښتنه وکړه؟ زموږ د هلمند ژبه چا ووژله؟ هېچا یې پوښتنه نه‌ده کړې. د اولاد پوښتنه‌یې چا نه‌ده کړې."

د هلمند ځایي چارواکو وړاندې ویلي چې کشفي ادارو د دې وژنې په اړه پلټنې پیل کړې دي.

په هلمند کې د ازادي راډیو خبریال محمد الیاس داعي د نومبر په ۱۲مه په لښکرګاه ښار کې د هغه مقناطیسي بم په چاودنه کې ووژل شو چې د ده په موټر کې ځای پر ځای شوی و.

تر اوسه د دې پېښې مسؤلیت چا نه‌دی منلی.