دفاع وزارت: طالبانو د قطر له غونډې د چل او دوکې په توګه ګټه واخیسته

ارشیف، قطر کې د طالبانو غونډه

د افغانستان د ملي دفاع سرپرست وزیر وايي، طالبانو د قطر له غونډې د چل او دوکې په توګه استفاده وکړه، هغه څه چې طالبان یې ردوي.

اسدالله خالد وايي، تراوسه هېڅ تصمیم د سولې او د تاوتریخوالي د راکمولو لپاره نه لیدل کېږي.

د افغانستان د ملي دفاع نوماند او سرپرست وزیر دا څرګندونې د سې شنبې(د لړم۲۷) په ورځ ولسي جرګې ته د خپلو کاري پروګرامونو د شریکولو پر مهال وکړې، ویې ویل چې ډاډه نه دی چې د قطر د سولې خبرې نتیجه ورکړي، خو په خبره یې دا په دې مانا نه ده چې ګوندي د سولې د خبرو مخالف دی.

د ده په خبره، که تېر کال د قطر مزاحمتونه او محدودیتونه نه وی نو ښايي لاسته راوړنې ډېرې وې، ځکه په خبره یې دوی دوی دفاعي حالت ته ولاړل.

د افغانستان د ملي دفاع نوماند او سرپرست وزیر اسدالله خالد وايي، ډاډه نه دی چې د قطر د سولې خبرې نتیجه ورکړي

ښاغلي خالد زیاته کړه: "ډاډه نه یو چې دا مذاکرات نتیجه ورکړي خو دا په دې مانا نه ده چې موږ د دې مذاکراتو مخالف یو، هر غږ چې له هر کونج نه راووځي چې وکولای شي په افغانستان کې سوله راولي د افغانستان ملي اردو ورنه ملاتړ کوي، لا واقعي سولې چې د افغانستان د دوو وروستیو لسیزو لاسته راوړنې په کې نغښتې وي."

ښاغلي خالد دا هم وویل چې د افغانستان له ملي اردو پرته د طالب په شمول بل هېڅ داسې منظم قدرت نشته چې د سولي ساتنه وکړي.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو سره په خبرو کې دا څرګندونې ردوي او وايي، دوی د قطر د خبرو پروسه ځکه پیل کړې چې د افغانستان بحران ته د حل لاره پیدا کړي او موږ وکولای شو له سیاسي لارې سولې او امن ته ورسېږو.

ښاغلي مجاهد بیا افغان حکومت د سولې په پروسه کې په خنډ رامنځته کولو او د دغې پروسې او جګړو په اوږدولو تورنوي.

داسې څرګندونې داسې مهال دي چې په قطر کې د طالبانو او افغان حکومت تر د مذاکراتي پلاوو تر منځ خبرې د سېپټمبر په ۱۲مه نېټه پیل شوې خو تراوسه لا سولې د رسمي خبرو په کړنلاره کومې نتیجې ته نه دي رسېدلي.

اسدالله خالد دغه شان، له افغانستانه د امریکايي او ناټو ځواکونو د وتلو او په دې اړه د اندېښنو په اړه هم خبرې وکړې.

نوموړي وویل، امکان لري چې شمېر زیات کم شي خو د امکان هم شته چې زیات شي: "ټول په دې اړه اندېښنه لري چې بهرني ځواکونه وځي، په دې اړه مې ستاسې د ملي دفاع د وزیر په توګه څه نه دي لیدلي خو په وار- وار مې دا ویلي چې امکان لري شمېر کم شي خو د امکان هم شته چې زیات شي."

د نوموړي په خبره که دغه ځواکونه له افغانستانه وځي هم د اندېښنې وړ خبره نه ده ځکه، دا مهال ۹۶ سلنه عملیات د افغان ځواکونو له خوا ترسره کېږي.

دا په داسې حال کې ده د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د یو شمېر امریکايی چارواکو په حواله چې نومونه یې نه دي اخیستل شوي، دا هم هم ویلي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپل ماموریت په پای کې دا پرېکړه وکړه چې په افغانستان کې خپل ځواکونه کم کړي.

ښاغلی خالد وايي که بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي د اندېښنې وړ خبره نه ده ځکه دا مهال ۹۶ سلنه عملیات د افغان ځواکونو له خوا ترسره کېږي

اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د دغو امریکايي چارواکو له خولې دا هم ویلي چې دا خبره د همدې اوونۍ په پاې کې امریکايي ځواکونو ته ویل شوې خو رسمي امر ورته نه دی شوی.

د سرچینې په وینا د دې پلان له مخې به ۲۵۰۰ امریکايي ځوکونه په افغانستان او عراق کې پاتې شی.

دا مهال په افغانستان کې له ۴۵۰۰ تر۰ ۵۰۰ امریکايی عسکر مېشت دي خو په عراق کې بیا دا شمېر ۳۰۰۰ دی.