مسیر: د افغانستان په روانه جګړه کې هند او پاکستان مخامخ ښکېل دي

یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره د پاکستان او هند نیابتي جګړې او کابل کې امنیتي وضیعت باندې لیکنې او تبصرې کړې دي.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې د پاکستان د پوځ هغو ادعاوو ته اشاره کړې چې ویلي، هند هغه ډلې پالي چې په پاکستان کې ترهګریز بریدونه کوي.

ورځپاڼې د دغو ادعاوو په تړاو ویلي چې د افغانستان په روانه جګړه کې هند او پاکستان مخامخ ښکېل دي او په وینا یې که پاکستان د طالبانو ملاتړ کاوه، هند بیا د حکومت او ځینو ډلو ټپلو ملاتړ کړی چې دواړه د افغانستان د بربادۍ برخه دي.

د لیکوال په وینا، اوس هم پاکستان له امریکا سره د افغانستان پر سر معامله کړې او د سولې په پروسه کې پوره ښکېل دی، خو هند بیا په ټول توان د سولې مخالفت کوي.

ورځپاڼې لیکلي، واقعیت دا دی چې نه پاکستان د افغانستان خیر غوښتی او نه هم هند او په وینا یې، پاکستان د خپلو ګټو لپاره جګړه ګرمه ساتله او هند هم هڅه کوله چې په دې جګړه کې پاکستان همداسې ښکېل وي، څو کمزوری شي او پاکستان ته د نا امنۍ د لېږد زمینه برابره شي.

  • هېواد

هېواد ورځپاڼه هم د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل بابر افتخار خبرو ته په غبرګون لیکلي، پاکستاني چارواکي دا څرګندونې په داسې وخت کې کوي چې افغان ځواکونو د طالب په نوم بریدونو کې د پاکستان ملېشې هم له‌منځه وړې دي.

ورځپاڼې ادعا کړې، افغانان داسې شواهد په لاس کې لري چې پاکستان د افغانستان پر وړاندې په مخامخ جګړه کې ښکېل دی او د افغانستان د سولې په مخ کې خنډونه راولاړوي! چې په خبره‌یې دغه حالت د سترې اندېښنې وړ دی او افغانان هڅه کوي چې په نړيواله کچه د پاکستان د دغه يرغل او مخامخ جګړې په اړه شکايت وکړي.

هېواد دولتي ورځپاڼې د پاکستان دا ادعا رد کړې چې ګوندې افغان خاوره دې د دوی په خلاف کارول شوې، بلکې ټینګار یې کړی چې افغان خاوره د هېڅ ګاونډي هېواد پر ضد نه‌ده کارول شوې او نه به چا ته د دې اجازه ورکړي چې دا خاوره د نورو پر ضد وکاروي.

  • صبح کابل

صبح کابل ورځپاڼې د امرالله صالح وروستیو څرګندونو او فعالیتونو ته په اشارې لیکلي،که څه هم د کابل په امنیتي وضیعت کې کوم مثبت بدلون نه‌دی راغلی، خو لاهم د خلکو سترګې د امرالله صالح د سهار شپږنیمو بجو جلسو ته دي چې په دغه ښار کې به وضیعت ښه کړي.

وړاندې په سرمقاله د ښاغلي صالح یو شمېر څرګندونې غیر حقیقي او ساختګي بلل شوي او د ورځپاڼې په خبره، ښاغلي صالح په خپله فېس‌بوکي لیکنه کې د نیول شویو کسانو داسې نومونه هم اخیستي چې موجود نه‌دي.

ورځپاڼې ټینګار کړی چې ښاغلی صالح باید د خلکو له تېر ایستلو لاس واخلي او په حقیقي معنی کار وکړي.