د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ منتخب جمهور رئیس جوبایډن ته په اشارې ویلي چې "هغه یوازې د جعلي رسنیو له نظره ګټلې ده".
ډونالد ټرمپ پرون د لومړي ځل لپاره په ټاکنو کې په یو ډول د جوبایډن له بریالي کېدو یادونه وکړه او پرته له دې چې د بایډن نوم یاد کړي په خپل ټویټر لیکلي چې "هغه په درغلیو بریالی شوی".
ټرمپ لیکلي چې هېڅ شی نهمني ځکه د ده په خبره دا ټاکنې لوټ شوي.
ښاغلي ټرمپ زیاته کړې: "هغه (جوبایډن) یوازې د جعلي رسنیو په نظر کې ګټلې. زه هېڅ نهمنم! موږ لاهم اوږده لاره لرو دا ټاکنې غلا شوي!"
He only won in the eyes of the FAKE NEWS MEDIA. I concede NOTHING! We have a long way to go. This was a RIGGED ELECTION!
— Donald J. Trump (@realDonaldTrump) November 15, 2020
ټرمپ په یوه بل ټويټ کې زیاته کړې چې څارونکو تهیې اجازه نهده ورکړل شوې چې څار ولري.
برحاله ولسمشر که څه هم په ټاکنو کې د درغلیو خبره پورته کړې ده او ویلي یې دي چې له حقوقي لارو به دا مسئله تعقیب کړي، خو کوم شواهد یې په دې تړاو نهدي وړاندې کړي.
د امریکا د ملي امنیت ادارې هم د نومبر په ۱۲مه ویلي چې د رایو د حذفېدو، بدلون یا درغلیو هېڅ نښې نهدي موجودې.
د امریکا ولسمشرۍ ټاکنې د نومبر په درېیمه وشوې.
ټولو معتبره امریکايي رسنیو جوبایډن د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو ګټونکی اعلان کړی.
بایډن د اوونۍ تر پایه د رایو د شمېرنې په دوام کې ۳۰۶ الکټرول کالجونه ګټلي او په وړاندې یې برحاله ولسمشر ډونالد ټرمپ ۲۳۲ کالجونه لري.
د ټرمپ تر دغو ټويټونو وروسته د منتخب ولسمشر جوبایډن یوه نږدې همکار او د سپینې ماڼۍ د چارو ادارې راتلونکي مشر ران کلېن ان بي سي ټلوېزیون ته وویل چې بایډن هم د الکټرول او هم د خلکو د رایو په اساس ګټلې ده.
ښاغلي کلېن زیاته کړه: "هغه وګټله ځکه ډېرې رایې یې خپلې کړي. د خلکو زیاته رایهیې هم وړې ده او په هماغه اندازه الکټرول رایې یې وګټلې چې ولسمشر ټرمپ څلور کاله مخکې ځان پرې یو اړخیز [ګټونکی] وباله. که چېرته ولسمشر دې ته چمتو دی چې واقعیت ومني، دا مثبته خبره ده. د ډونالد ټرمپ د ټویټ محتویات د جوبایډن ولسمشر یا ولسمشر نهکېدل نهټاکي. د امریکا خلکو دا کار کړی دی."
د نړۍ اکثرو مشرانو او ان د امریکا مخکېنیو ولسمشرانو چې پهکې جمهوري غوښتونکی جورج ډبیلو بوش هم شامل دی د بایډن د ټاکل کېدو مبارکي ورکړې ده.
ټرمپ یکشنبه تر ټویتونو وروسته د ګلف لوبې لپاره ستون شو هغه کار چې وړمه ورځیې هم وکړ او ګڼو مینهوالو یې بدرګه کوله.
د ټرمپ لسګونه زره مینهوالو شنبه د هغه په ملاتړ په پلازمېنه واشنګتن ډي سي کې لاریون وکړ.