هند د تندلارو تمویلولو په اړه د پاکستان تورونه رد کړل

د هند (کین) او پاکستان بیرغونه

هند د پاکستاني چارواکو دا تورونه رد کړل چې ګواکې نوې ډهلي د پاکستان دننه تُندلارې ډلې تمویلوي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت دا تورونه بې‌ځایه او خیالي یاد کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ ویلي و چې د خپلو ادعاو په اړه ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو ادارو ته شواهد وړاندې کوي.

د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند انوراګ سرواستو پرون په یوه اعلامیه کې ویلي چې د پاکستان خواشینوونکې هڅې به خریدار ونه‌لري ځکه نړیواله ټولنه د ده په خبره د پاکستان له چل و ول خبره ده.

هغه زیاته کړه چې پاکستان په خپله تُندلاري تمویلوي، هغه ادعا چې اسلام‌اباد رد کړې ده.