د پښتون ژغورنې غورځنګ: پاکستان حکومت دې د هدفي وژنو مخنیوی وکړي

میرانشاه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غونډه

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پشتین د پاکستان پر حکومت غږ وکړ چې د هدفي وژنو د مخنیوي لپاره اغېزمن اقدامات وکړي.

پشتین پرون د نومبر ۱۵مه میرانشاه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د لسګونه زره پلویانو په حضور کې خبرې کولې.

ده وویل، ولس دې د هر هدفي برید په اړه حکومت خبروي او که حکومت‌یې غم نه‌خوري، نو د احتجاج له لارې دې خپل حق غواړي.

د پښتنو په سیمو کې د ماینونو پاکول، د ناقانونه وژنو او سړي تښتونو مخنیوی او په پښتنو باندې د بریدونو د عاملینو نیول هغه مهمې غوښتنې دي چې پښتون ژغورنې غورځنګ‌یې د پاکستان له حکومت لري.

د شمالي وزیرستان امنیتي او انتظامي چارواکو بیا بیا ویلي دي چې د امنیت ټینګښت ته ژمن دي او په هدفي بریدونو کې ککړ کسان د قانون منګولو ته سپاري.