د بشري حقونو څار سازمان طالبان پر الیاس داعي حمله کې ښکېل بولي

د ازادي راډیو خبریال الیاس داعي

د بشري حقونو څار سازمان د اسیا څانګې مشره وايي پر الیاس داعي په حمله کې د طالبانو د لاس لرلو احتمال تر هر چا زیات دی.

پاتریشیا ګاسمن دا خبره له ازادي راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې وکړه.

اغلې ګاسمن وویل: "ګڼو خبریالانو شکایت کړی دی چې طالبانو په دوامداره توګه ګواښلي. داعي له څو اوونیو راهیسې تر تهدید لاندې و او دی د خپل کار په تړاو تهدید شوی و. دا یو دلیل دی چې ښايي طالبانو دا کار کړی وي او وېره شته چې دا جرم احتمالاً همدوی کړی وي."

الیاس داعي په هلمند کې د ازادي راډیو خبریال و.

داعي د نومبر په ۱۲مه تېره پنجشنبه په لښکرګاه ښار کې د هغه مقناطیسي ماین په چاودنه کې ووژل شو چې د ده په موټر کې ځای پر ځای شوی و.

طالبانو د داعي په وژنه کې خپل لاس لرل نه رد او نه تأیید کړي.