د سولې لپاره د افغان ښځو یوه لویه غونډه په دوبۍ کې پيل شوې

دوبۍ کې د سولې لپاره د افغان ښځو غونډه

"د افغان مخکښو ښځو د سولې غونډه" د سولې په پروسه کې د ښځو د لا زیاتې ونډې په ټینګار پیل شوه.

د یکشنبې په ورځ چې د غونډې لومړۍ او پيل ورځ وه ګډونوالو د سولې د پروسې په اړه خپلې اندېښنې او لیدلوری له نورو سره شریک کړ.

د غونډې ګډونوال ټينګار لري چې د سولې په پروسه کې دې د ښځو ونډه زیاته او غوښتنې یې په پام کې ونیول شي.

د بشري حقونو او نړیوالو چارو لپاره د افغان ولسمشر ځانګړې استازې او د دولت وزیرې سیما سمر د سولې په پروسه کې د ښځو ګډون کم وباله او ویې‌ویل چې د ښځو له پراخه ګډون پرته با ثباته سوله نه‌شي راتلی.

اغلې سمر زیاتوي: "ښځې چې هر څومره زیاتې وي په خپله په طالبانو باندې فشار راولي چې هغوی د افغانستان نویو واقعیتونو ته متوجې واوسي."

سیما سمر

د نومبر له ۱۵مې تر ۲۰مې دا غونډه د افغان ښځو د شبکې له‌خوا د ټول‌شموله سولې لپاره د افغانستان د مېکانیزم په همکارۍ د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې جوړه شوې ده.

د ټول‌شموله سولې د مېکانیزم اجرایي رئیس مسعود کړوخېل وویل چې د دوبۍ د غونډې هدف دا دی څو ښځې د سولې په پروسه کې همغږی او لوړ غږ ولري.

د افغانستان د دولت یو شمېر لوړپوړې چارواکې او په اروپا او امریکا کې د یو شمېر نړیوالو بشرپالو سازمانونو ۵۵ افغان غړې او فعالانې دې پنځه ورځنۍ غونډې ته وربلل شوې دي.

د بخښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا د برخې کمپاینرې سمیرا حمیدي د مخکښو ښځو دې غونډې ته وویل چې د افغانستان سولې په پروسه کې د ښځو ګډون ډېر کم دی.

مېرمن حمیدي وايي: "د ۲۱ کسانو ترمنځ څلور ښځې ډېرې کمې دي. همداراز دا چې اکثر ښځې په معلوماتي خلا کې واقع دي. موږ تر هغه پورې چې خپل غږ پورته نه‌کړو، معلومات نه‌شو ترلاسه کولای."

د افغان مخکښو ښځو د سولې د غونډې ګډونوال وايي چې ښځو د سولې د راتلو لپاره ډېرې هڅې کړي او اوس غواړي د دې غونډې له لارې د سولې په تړاو یوه طرحه حکومت ته وسپاري.

که څه هم په افغانستان کې دننه د ښځو له‌خوا د سولې لپاره لويې غونډې او کمپاینونه جوړ شوي، خو دا ښایي لومړی وار وي چې د سولې په تړاو په یوه لویه غونډه کې افغان مخکښې ښځې له هېواد بهر سره ټولېږي.

دې غونډې ته د افغانستان د دولت د سولې د مرکچي پلاوي غړې فاطمه ګیلاني هم له دوحې وغږېده، چېرته چې له څه باندې دوو میاشتو د افغان دولت او طالبانو مرکچیان خبرې کوي.

اغلې ګیلاني د دې ترڅنګ چې د سولې د خبرو د مخته تلو هیله وښوده ټینګار یې وکړ چې له طالبانو سره د تاوتریخوالي د کمولو په اړه جدي خبرې کوي.

فاطمه ګیلانی

اغلې ګیلاني زیاته کړه: "زموږ خبره دا ده (طالبانو) ته ووایو چې دا تاوتریخوالی ولې نه‌دی کم شوی. دا خبرې له طالبانو سره کوو چې باید له ترهګرو سره اړیکې پرې شي، باید جنګونه په یوه لویه اندازه کم شي چې اقلاً ملکي خلک باید هېڅ زیان ونه‌ویني."

افغان ښځې د طالبانو له احتمالي راتګ او واک ته د هغوی له رسېدو په اندېښنه کې دي او وايي چې افغان دولت او نړیواله ټولنه نه‌پرېږدي څو د سولې په پروسه کې د دوی راتلونکی او لاسته راوړنې له پامه وغورځوي.

د افغانستان حکومت بیا په وار وار ټینګار کړی چې د سولې په خبرو کې شته لاسته راوړنې چې د بیان ازادي او د ښځو په برخه کې پرمختګونه‌یې مهمې برخې دي سرې کرښې دي.

طالبانو که څه هم د سولې په پروسه او مرکچي ټیم کې هېڅ ښځې ته ځای نه‌دی ورکړی، خو ټینګار یې کړی چې د دوی په خبره د اسلام په چوکاټ کې د ښځو د حقونو تأمین ته ژمن دي.