د کندهار، زابل، غزني او بادغیس خبریالانو د "الیاس داعي" فاتحه واخیسته

الیاس داعي

د کندهار، زابل، غزني او بادغیس خبریالانو نن په هلمند کې د ازادي راډیو د خبریال الیاس داعي فاتحه واخیسته او د افغانستان له حکومته یې د هغه د وژلو د عاملانو د موندلو او سزا ورکولو لپاره د جدي اقداماتو غوښتنه وکړه.

خبریالانو دا حمله د رسنیو پر ټولې کورنۍ حمله وبلله چې د دوی په وینا هدف یې د ټولنې د غږ غلي کول دي.

د کندهار پریس کلب مسوول جاوید احمد تنویر وویل چې له څو ورځو تېرېدو وروسته هم حکومت د الیاس داعي د قضیې په اړه خبریالانو او د خبریالانو بنسټونو ته معلومات نه دي ورکړي.

هغه زیاته کړه: "زموږ خوا په دې بده ده چې حکومت خپله هغه بې وسي چې مخکې یې هم موږ ته ښکاره کړې وه، متاسفانه اوس هم ښکاره کړه. تراوسه پورې د دغې قضیې په اړه هیڅ معلومات له مطبوعاتو سره نه دي شریک شوي."

خبریالانو په دې هېواد کې د خبریالانو د وژلو د دوام په اړه اندېښنه ښکاره کړه او له حکومت په تېره له امنیتي ځواکونو یې وغوښتل چې د دوی امنیت ته زیاته پاملرنه وکړي.

په غزني کې د افغانستان ژورناليستانو ملي اتحادیې د دفتر مشر رحمت الله نیکزاد وویل، الیاس داعي یو زړور خبریال وو او هڅه یې کوله چې د هلمند د جګړو ځپلو خلکو غږ د چارواکو او نړیوالو تر غوږونو ورسوي، خو له بده مرغه چې ځان یې تر خلکو قربان کړ.

نیکزاد زیاته کړه، خبریال بې لوري وي او باید د هغه کار ته درناوی وشي.

په هلمند کې د ازادي راډیو خبریال محمد الیاس داعي تېره پنجشنبه په مرکز لښکرګاه کې د ده پر موټر پورې د نښلول شوي مقناطیسي ماین په چاودنه کې ووژل شو او ورور یې مجتبی محمدي ټپي شو.

پر الیاس داعي د شوې چاودنې مسؤلیت که څه هم چا نه ‌دی منلی، خو طالبانو ویلي چې د دې پېښې په اړه پلټنه کوي.

طالبانو دا حمله نه‌ ده غندلې.

پرون هم په کابل، کندز، پکتیکا، هلمند، لوګر او ځینو نورو ولایتونو کې د ارواښاد داعي د فاتحې مراسم ترتیب شوي وو.