نورستان کې د روغتیایي کارکوونکو دوه میاشتنی کاري اعتصاب او د خلکو ستونزې

د نورستان د دواب ولسوالۍ روغتون چې د روغتیايي کارکوونکو د کاري اعتصاب له امله بند دی.

په نورستان کې د روغتیایي کارکوونکو د کاري اعتصاب دوه میاشتې په پوره کېدو دي، خو لاهم معاشونه نه‌دي ورکړل شوي.

د نورستان اوسېدونکي وايي، له تېرو نږدې دوه میاشتو يې په ولایت کې ډاکترانو د معاشونو او نورو امتیازاتو د نه‌ورکړې له امله کاري اعتصاب کړی چې ولسونه‌يې ستونزو سره مخ کړي.

د دواب ولسوالۍ اوسېدونکی محمد وايي: "دې روغتون کې درمل نه‌شته له مسېوال نه راغلی یم. یوه ښځینه ناروغه مې راوستې ده. ډاکتران دلته مسافر دي، د هغوی معاشونه هم نه‌شته. هغوی به خپل کور وساتي که موږ ته ناروغانو ته به درمل پیدا کړي."

ډاکتران بیا وایي شپږمه میاشت روانه ده چې دوی ته معاشونه نه‌دي ورکړل شوي. د دوی په خبره چې د هټۍ‌والو د پورونو د پرې کولو لپاره‌يې خپل موبایلونه او د کور وسایل پلورلي، خو لاهم معاشونه نه‌دي ورکړل شوي.

د نورستان د دواب ولسوالۍ روغتون دروازه چې د روغتیايي کارکوونکو د کاري اعتصاب له امله بند دی.

خو د افغانستان عامې روغتیا وزارت مسؤلین ډاډ ورکوي چې د روغتیايي کارکوونکو معاشونه‌يې د اهيډ په نوم مؤسسې ته سپارلي او ډېر ژر به دغه ستونزه حل شي

د یاد وزارت مرستیال ویاند نورالله تره‌کی وايي: "هغوی چې څو میاشتې کار کړی و، د هغو ټولو معاش یادې مؤسسې ته حواله شو. څو ورځو کې به دغه معاشونه ورکړل شي. کله چې د اهيډ په نوم مؤسسه معاشونه ورکړي، له هغه وروسته به ورسره قرارداد فسخه کېږي."

په نورستان کې ټول ۴۲ روغتیايي مرکزونه او یو روغتون موجود دی چې له تېرو نږدې دوه میاشتو ټول د ناروغانو په مخ تړل شوي.

د خلکو په خبره چې اوس‌يې په ولایت کې د واوارې اورښت هم پيل شوی او که په وخت د ډاکترانو اعتصاب پای ته ونه‌رسېږي او روغتیايي مرکزونو کې درمل پوره نه‌شي، نو دوی به سختو مشکلاتو سره مخ شي.