د ارمنستان د اپوزېسیون «وطن» ګوند مشر ونیول شو

د ارمنستان د اپوزېسیون «وطن» ګوند مشر ارتُر وانیڅیان

د ارمنستان د اپوزېسیون «وطن» ګوند مشر ارتُر وانیڅیان د کودتا او د صدراعظم د وژنې د توطئې په شک ونیول شو.

د هغه مدافع وکیلې لوزین سهاکیان ویلي، وانیڅیان چې پخوا د ارمنستان د ملي امنیت د خدماتو ادارې رئیس و، پرون د تحقیقاتو څانګې ته د یوې غونډې په نیت تر تلو وروسته ونیول شو.

مېرمن سهاکیان په خپله فېس‌بوک پاڼه کې لیکلي چې مؤکل‌یې پر قدرت د منګولو خښولو او د صدراعظم نیکول پاشینیان د ترور د توطئې په شک نیول شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د صدراعظم نیکول پاشینیان پر ضد اعتراضونه روان دي.

اعتراضونه وروسته له هغې پیل شول چې ارمنستان د روسیې په منځګړیتوب له اذربایجان سره په لانجمنه سیمه نګورنو قره‌باغ کې د روانې جګړې د درولو موافقه وکړه.