سویس کې لسګونه افغانانو افغانستان کې د ناامنیو د بندېدو غوښتنه وکړه

ارشیف، کابل کې د یوې چاودنې له سیمې د مړو او ټپیانو د لېږدولو بهیر

په سویس کې په لسګونو افغان فرهنګیانو او فعالانو په یوه غونډه کې په افغانستان د ناامنیو د روانۍ لړۍ د بندېدو غوښتنه وکړه.

د دغو افغانانو له ډلې، خبریال حمید پژمان برايي ازادي راډیو ته وویل، دوی په پلازمېنه برن کې له نړیوالې ټولنې دا غوښتنه مطرح کړه.

ښاغلی پژمان زیاتوي: "موږ غواړو چې دا جنایتونه وغندو. له ملي او نړیوالو بنسټونو غواړو چې د افغانستان ستونزې ته پام وکړي. یوازې دې نندارچیان نه‌وي. پر طالبانو، داعش ډلې او نورو وسله‌والو مخالفانو چې زموږ ځوانان، محصلان او روحانیون وژني، غږ کوو، تر دې زیات په هېواد کې د ویجاړۍ او وژنو مه سبب کېږئ."

په سویس کې راټولو شویو افغانانو پر کابل پوهنتون وروستۍ ډله‌ییزه حمله هم وغندله.

دوی د ازادي راډیو د خبریال محمد الیاس داعي وژنه یو نه‌بخښل کېدونکی جنایت وباله.