د پنجشېر د ايمرجنسي روغتون ۱۸ کارکوونکي ټپيان شوي

ارشيف

په پنجشېر کې د ایمرجنسي روغتون د ډاکټرانو کاسټر موټر چپه شوی او اتلس کسان په کې ټپیان شوي دي.

د والي ویاند منصور عنابي ازادي راډیو ته وویل، د ډاکټرانو دغه موټر سهار له کابله پنجشېر ته په لاره و چې دالان سنګ سیمه کې سیند ته ولوېده.

د پېښې لامل نه دی څرګند او د ټپیانو د روغتیایي وضعیت په اړه هم لا معلومات نه دي خپاره شوي.

دا پیښه داسې مهال کېږي چې سبا د ترافیکي پېښو د قربانیانو نړیواله ورځ ده.

افغانستان کې له جګړې وروسته ترافیکي پېښې د ډېرو کسانو ژوند اخلي.