افغان حکومت پر کابل پوهنتون د برید طرحه کوونکی نیولی

ّّّپه کابل کې پوهنتون له برید وروسته د یوه ټولګي حال

د افغانستان حکومت وایي، پر کابل پوهنتون د برید طرحه کوونکی یې نیولی دی.

دغه خبره د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح نن پر خپله فیسبوک پاڼه کې کړې ده.

ښاغلي صالح ویلي، د برید طراح داسې یو کس دی چې درې کاله یې شرعیاتو پوهنځی لوستی او وروسته د حقاني شبکې د یوه غړي 'ثناالله' له خوا جذب شوی دی.

نوموړي زیاته کړې، کومو کسانو چې دا برید کړی، څو هویتونه درلودل لکه داعش، حزب التحریر، طالب او داسې نور.

وړاندې راغلي، د برید طراح د پنجشیر اصلي اوسیدونکی دی او کورنۍ یې د کابل پل چرخي سیمه کې اوسېږي.

طالبانو بیا د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د ښاغلي صالح دا خبره حقیقت نه لري او دا ادعا یې د حکومت له خوا د خلکو د تېر ایستلو هڅه بللې ده.