نړیوال ژورنالېستان: داعي جنګ ځپلي هلمند کې ډېره اغېزناکه خبریالي کوله

د ازادي راډیو وژل شوی خبریال الیاس داعي

لسګونو نړیوالو ژورنالېستانو د الیاس داعي وژنه غندلې ده او ویلي یې دي چې هغه په جنګ ځپلي هلمند کې ډېره مؤثره خبریالي کوله.

د وال سټریټ ژورنال خبریال سون اینګل راسموسن لیکلي چې د ځینو سختو راپورونو په برخه کې د داعي د همکارۍ پوروړی یم.

فوټوژورنالېست اندریو کېلټي لیکلي چې د الیاس داعي له همکارۍ پرته به له هلمنده د ۹۵ فیصده راپورونو خپراوی ناممکنه و.

د وسله والو ډلو د مطالعاتو د مرکز څېړونکې اشلي جکسون ازادي راډیو ته وویل چې الیاس داعي ډېر زړور او تکړه خبریال و: "ما لومړی ځل داعي هغه وخت چې هلمند ته د څېړنو لپاره تللې وم ولید. هغه فوق العاده پراخې اړیکې درلودې. ډېر زړور و. له هغه سره کار دا راته ممکنه کړه چې د جګړې یوه بیخي بدله څېره وګورم. هغه نرسانې پېژندلې، قوماندانان یې پېژندلي دولتي چارواکي یې پېژندل او هېچا ورسره له همکارۍ درېغ نه کاوه. دا د یوه ډېر ښه ژورنالېست نښې دي."

د نیویارک ټایمز خبریال مجیب مشعل په خپل ټوېټر لیکلي چې الیاس داعي د هلمند او افغانستان یو تود او پرشوره غږ و.

الیاس داعي په هلمند کې د ازادي راډیو خبریال و چې د نوومبر په ۱۲مه د یوه مقناطیسي ماین په چاودنه کې ووژل شو.