کشمیر کې د هند او پاکستان پوله ساتو ځواکونو پر یو بل بریدونه کړي

د راپورونو له مخې دواړو خواوو ته تر ماښامه شاوخوا ۴۰ تنه ټپیان دي.

د هندي کشمیر یوه روغتون ته د جمعې د ورځې د راکټي بریدونو ټپيان راوړل شوي.په ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د امتیاز په نوم د سیمې یو اوسیدونکی په روغتون کې د خپلو بستري خپلوانو په کټ ولاړ دی او وايي چې که حکومت جګړه ونه دروي تر دې به لا زیات ملکیان زیانمن شي.

د پاکستان او هند پوله ساتو ځواکونو د جمعې له سهاره د یو بل پوستې هدف وګرځولې

هغه رویټرز اژانس ته ویلي:"په دې ډزو کې زموږ شپږ کسه ټپيان شوي دي. دلته مو روغتون کې بستري کړي. زه له حکومته غواړم چې په سرحد کې بریدونه ودروي. د دې سیمې خلک سخت ویریدلي. ډېر ځوریدلي، له دې وېره لري که دا جنګ څو ورځې نور هم دوام وکړي سخت زیان به واړوي."

په کشمیر کې د بارمولا ولسوالۍ مسوول ریاض احمد ملک ویلي چې د پاکستان پوځیانو د اوربند تړون تر پښو لاندې کړی او د پولې دېخوا کلي یې په راکټونو ویشتلي دي.

د پاکستان او هند پوله ساتو ځواکونو د جمعې له سهاره د یو بل پوستې هدف وګرځولې او ډزې تر ماښامه تبادلې کېدلې.

د راپورونو له مخې دواړو خواوو ته تر ماښامه لږ تر لږه ۱۵ کسان وژل شوي او شاوخوا ۴۰ تنه نور ټپیان دي.

پوځیانو او ملکیانو دواړو ته مرګ ژوبلې اوښتي.

پاکستاني چارواکو ادعا کړې هندي پوله ساتو د ملکیانو استوګنځي هدف ګرځولي او په تاري بند او سماهني کلیو یې د راکټ او هاوانونو ډزې کړي.

د راپورونو له مخې دواړو خواوو ته تر ماښامه لږ تر لږه ۱۵ کسان وژل شوي

د پاکستان د پوځ د مطبوعاتو دفتر 'ای.اېس.پي.ار' ویلي چې پاکستانی پوځیانو د هند د دغو بریدونو ځواب ویلی او د هندي عسکرو پوستې یې په نښه کړي دي.

هند او پاکستان په خپلو څلورو لویو جګړو کې دری د کشمیر په سر کړي او هر یو دا سیمه خپله بولي.

د ۲۰۱۹ میلادي کال د اګسټ په ۵ مه کله چې هند د جمو او کشمیر نیمه کور واکي ور ختمه کړه، د پاکستان تُند غبرګون یې وپارواه.

تر هغه څو میاشتې مخکې په فبروري کې لانجه دې حد ته ورسېده هند او پاکستان د یو بل خاورې بمبار هم کړې.