افغان ولسمشر د قطر له امیر سره پر سوله ټیلیفوني غږیدلی

د افغانستان ولسمشر او د قطر امیر د افغانستان د سولې پر پروسې او اقتصادي اړیکو ټېلیفوني خبرې وکړې.

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ او د قطر د امیر دفتر په جلا- جلا خبرپاڼو کې ویلي چې اشرف غني او شیخ تمیم بن حمد الثاني موافقه وکړه چې د خپلو مخکنیو خبرو په رڼا کې دې چې په دوحه کې یې کړې وې، د سیاسي او اقتصادي اړیکو د لا پراختیا لپاره د دوو هېوادونو تخنیکي کمېټې د تفاهم لیک مسوده ترتیب کړي.

ارګ وايي، ولسمشر اشرف غني په افغانستان کې د تاوتریخوالي د زیاتېدو په اړه د قطر له امیر سره د خپلو اندېښنو د شریکولو ترڅنګ وویل، هیله وه چې تشدد به کم شي، خو له بده مرغه لا ډېر شوی نو په دې برخه کې د قطر د همکارۍ غوښتنه کوي چې د سولې د پروسې کوربه دی.

قطر له څو کلونو راهیسې د طالبانو د سیاسي دفتر کوربه هم دی او د امریکا او طالبانو موافقه هم د دغه هېواد په پلازمېنه دوحه کې لاسلیک شوه.

د ارګ له خبرپاڼې سره سم، د قطر امیر د کابل، هلمند او نورو ولایتونو وروستۍ حملې وغندلې.