افغانستان کې د استرالیايي سرتېرو جرایمو څېړلو لپاره د یوه څارنوال ګمارنه

ارشیف، په افغانستان کې استرالیايي ځواکونه

استرالیا په افغانستان کې د خپل هېواد د ځانګړو ځواکونو له‌خوا د جنګي جرایمو د ادعاوو پر څېړلو یو ځانګړی څارنوال ګماري.

د استرالیا صدراعظم سکاټ موریسن په افغانستان کې د استرالیا د ځانګړو سرتېرو د چلند په اړه د راپور تر خپرېدو مخکې خبرداری ورکړ چې د «جدي او احتمالاً جنايي ناوړه چلند» د ادعاوو اټکل کوي.

د استرالیا د دفاعي ځواکونو سرپلټونکي په ۲۰۱۶م کال کې د استرالیايي ځواکونو له‌خوا په غیر قانوني ډول د وژنو د ادعاوو او د وسله‌والو شخړو پر مهال له قانونه د نورو سرغړونو د احتمال په اړه څلور کلنه ارزونه پیل کړه.

د استرالیا د ځانګړو ځواکونو له‌خوا د غیر قانوني وژنو او د دوی د نورو سرغړونو په اړه دغه ادعاوې د ۲۰۰۵ او ۲۰۱۶م کلونو ترمنځ مودې په اړه دي.

دا څېړنه په داسې حال کې کېږي چې د استرالیا رسنیو او افشاګرو د ملکي افغانانو او بې‌وسلې بندیانو د وژنو ادعاوې کړې دي.

په دوی کې دا ادعا هم شامله ده چې استرالیايي ځواکونو په څرخي الوتکه کې د ځای پیدا کېدو لپاره یو بندي او په یوه چاپه کې یو تن شپږ کلن ماشوم وژلی دی.

د استرالیا نږدې ۴۰ زره سرتېرو په افغانستان کې پوځي مأموریت ترسره کړی دی.