د ازادي راډیو تکړه خبریال محمد الیاس داعي نن سهار په مرکز لښکرګاه کې د مقناطیسي ماین په چاودنه کې ووژل شو.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک ازادي راډیو ته وویل، په پېښه کې د داعي ورور ټپي شوی دی.
ښاغلی ځواک زیاتوي: "په ډېره خواشینۍ سره یادونه کوو چې نن سهار د ازادي راډیو خبریال محمد الیاس داعي پر موټر چسپکي ماین انفجار کړی دی، په ترڅ کې نوموړی شهید شوی، یو ورور یې هم ټپي شوی دی. په سیمه کې دوه ملکیان چې یو یې ماشوم او یو غټ دی، ټپیان شوي دي."
په افغانستان کې د خبریالانو د ملاتړ بېلابېلو ادارو د الیاس داعي وژنه غندلې او دا یې پر رسنیو حمله بللې ده.
د جمهور رئیس محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي هم دغه پېښه غندلې.
ښاغلی صدیقي پر خپل ټویټر لیکلي "په هلمند کې د ازادي راډیو خبریال الیاس داعي ترور غندو. الیاس داعي نن سهار په موټر کې یې د ځای پر ځای شوي ماین چاودنه کې شهید شو. د داعي کورنۍ او د افغانستان رسنیزې ټولنې ته د تسلیت ترڅنګ، له شک پرته، د داعي ترور د بیان ازادۍ او افغانستان کې د رسنیو د دښمنانو کار دی."
ترور الیاس داعی، خبرنگار رادیو آزادی در هلمند را محکوم میکنیم. الیاس داعی، صبح امروز، در نتیجهی ماین جا سازی شده بر موتر حاملاش، شهید شد. ضمن عرض تسلیت به خانوادهی داعی و جامعهی رسانهای افغانستان، بدون شک، ترور داعی کار دشمنان آزادی بیان و رسانهها در افغانستان است.
— Sediq Sediqqi (@SediqSediqqi) November 12, 2020
د دې پېښې مسؤلیت تر اوسه چا نهدی منلی.
الیاس داعي له کلونو راهیسې په هلمند ولایت کې چې د سختو جګړو شاهد دی، خبریالي کوله.