ایران او پاکستان د افغانستان سوله کې پر نږدې همکارۍ توافق وکړ

د ایران او پاکستان بیرغونه

د ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان د سولې د ملاتړ په برخه کې له یو بل سره پر نږدې همکاري توافق وکړ.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د پاکستان د پوځ له لوی درستیز او صدراعظم سره هم د خبرو په اجنډا کې افغانستان هم شامل وو.

محمد جواد ظریف د چهارشنبې په ورځ (د نومبر په ۱۱مه) په اسلام‌اباد کې خبریالانو ته وویل: "د افغانستان، سیمې او فارس خلیج په اړه مو ډېر ښه بحث درلود. د هېوادونو ترمنځ د اړیکو پیاوړي کولو او د ایران د اټمي موافقې په اړه مو هم خبرې وکړې."

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې چې د چهارشنبې په ورځ خپره شوه راغلي، جواد ظریف له خپل پاکستاني سیال شاه محمود قریشي سره د لیدو پر مهال توافق وکړ چې افغان چارواکي بې‌ساری فرصت لري چې په جګړه ځپلي افغانستان کې سوله رامنځته شي. په اعلامیه کې زیاته شوې چې دواړو لورو وویل دا فرصت باید له لاسه لاړ نه‌شي.

محمد جواد ظریف د سې شنبې په ورځ پاکستان ته ورسېد او په دوه ورځني سفر کې يې د دې هېواد د صدراعظم عمران خان او پوځ د لوی درستیز قمر جاوېد باجوه په ګډون له لوړپوړو چارواکو سره ولیدل.