پر کابل پوهنتون برید؛ یو شمېر دیني عالمانو یې قربانیانو ته وینه ورکړه

ّپر کابل پوهنتون د برید څخه وروسته د یوه ټولګي حال

د افغانستان یو شمېر دیني عالمانو پر کابل پوهنتون د برید ټپیانو ته وینه ورکړه، دوی پر ښوونیزو بنسټونو او علمي مرکزونو برید، پر پوهې برید ګڼي او دا حمله یې وغندله.

د افغانستان د ارشاد، حج او اوقافو نوماند وزیر قاسم حلیمي چې د دیني عالمانو سره یوځای د کابل پوهنتون انګړ ته تللی و ویې ویل، دیني عالمان په دې اند دي چې د جومات، مدرسې، ښوونځي او پوهنتون ترمنځ هېڅ توپیر نشته.

هر هغه څوک چې موږ وژني، زموږ هېواد ورانوي، هغه زموږ دښمن دی

ښاغلی حلیمي زیاتوي، پر کابل پوهنتون برید وښوده چې د افغانستان مدافعین په یوه کتار او دښمنانان یې په بل صف کې ولاړ دي.

د افغانستان د ارشاد، حج او اوقافو نوماند وزیر قاسم حلیمي

دی وايي: "هر هغه څوک چې موږ وژني، زموږ هېواد ورانوي، هغه زموږ دښمن دی. هر هغه څوک چې دې هېواد کې اوسېږي، د هېواد دفاع کوي، دوی د هغو په مقابل کې ولاړ دي. بناًء د دښمنانو صف یو دی او د مظلومینو او مدافعینو صف جدا دی. "

پر کابل پوهنتون لس ورځې وړاندې درې تنه وسله والو برید وکړ او د دې پوهنتون دننه یې محصلان هدف وګرځول.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، په دې برید کې ۲۲ تنه ووژل شول او ۲۷ نور ټپیان شول، خو د جمهور رئیس لومړي مرستیال امرالله صالح د ټپیانو شمېر ۴۰ تنه ښودلی دی.

د افغانستان حکومت لا هم د دې پېښې د هر اړخیزې څېړنې ته دوام خبر ورکوي.

د جمهور رئیس غني لومړي مرستیال امرالله صالح د چهارشنبې په ورځ په خپله فیسبوک‌پاڼه ولیکل، دا برید د داعشي طالبانو کار دی او د ثناالله په نوم یو شخص چې څو نور مستعار نومونه هم لري، طرحه کړی و.

د افغانستان یو شمېر دیني عالمانو خپل دا شعارونه له ځان سره لېږدول "خون‌ ما فدای شماست"،"د علم او معرفت قربانیانو! زموږ وینه دې له تاسې قربان وي."

ښاغلی صالح زیاتوي:"دغه کسان د داعش تر پیدا کېدو پورې د طالبانو د حقاني شبکې عضویت درلود او له داعش سره یې قرارداد دا دی چې د دې ډول پېښو مسوولیت د داعش ډلې له ادرسه خپروي. "

خو طالبانو د دې برید وروسته په ځلونو ویلي، دوی په دې حمله کې لاس نه لري.

بل‌خوا د کابل پوهنتون رئیس عثمان بابري بیا وايي، دوی د داسې یوه برید په اړه فکر هم نه کاوه.

د کابل پوهنتون رئیس عثمان بابري

دی وايي: "په ډېر دوستانه ډول تاسې ته وایم چې موږ د دې انتظار نه درلود، خدای شاهد دی چې هېڅ انتظار مو یې نه درلود. د ډېرو نورو ستونزو انتظار مو لکه نا امني، جنايي او کله کله د بد اخلاقۍ پېښې ولې په دې اړه مو هیڅ‌کله هم فکر نه کاوه. "

په پوهنتون کې دننه اوس د هغې ودانۍ بیا رغونه هم پیل شوې چې وسله‌والو په کې سنګر نیولی او د دوی د وژنې په ترڅ کې یې زیانمه شوې وه.

د کابل پوهنتون محصلان وايي، له ټولو ستونزو سره، سره به خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي، خو د دوی په خبره، دا برید یې د علم د حاصلولو پر مهال، د ژوند تر ټولو بده خاطره ده.