د کریم اغا خان فرهنګي بنسټ د هرات ولایت پنځه منارونه رغوي

د هرات ولایت منارونه

د کریم اغا خان فرهنګي بنسټ غواړي چې د هرات ولایت پنځه مناره چې د نړېدو له ګواښ سره مخامخ دي ورغوي.

د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي نن د چهارشنبې(د لړم ۲۱مه) په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې ولسمشر غني د دې منارونو د ساتنې لپاره له اغا خان بنسټه په دې برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

ښاغلي صدیقي زیاته کړه:"د اغا خان فرهنګي بنسټ د یوه لیک په ترڅ کې دا غوښتنه منلې ده چې دوی چمتو دي چې د افغانستان له حکومت سره یوځای کار وکړي او د دغو منارو د بیارغاونې او حفاظت په برخه کې ژر تر ژره اقدامات وکړي."

د هرات منارونه شپږ پیړۍ پخواني دي او د افغانستان له مهمو لرغونو اثارو څخه شمېرل کېږي.