په نګورنو قره باغ کې روسي سوله ساتي ځواکونه ځای پر ځای شول

لومړۍ جوپه کې ۲۰۰ روسي سوله ساتي ځواکونه پرون نګورنو قره باغ ته رسېدلي.

د ارمنستان او اذربایجان د یو نیم میاشتنۍ جګړې د پای ته رسولو په هدف د شوې هوکړې له مخې روسي سوله ساتي ځواکونه په نګورنو قره باغ کې ځای پر ځای شول.

لومړۍ جوپه کې ۲۰۰ روسي سوله ساتي ځواکونه پرون دې سیمې ته رسېدلي.

د ارمنستان او اذربایجان تر منځ د جګړې د بندولو تړون چې د روسیې په منځګړیتوب پرون لاسلیک شو په باکو کې د خلکو له تود هرکلي سره مخ شو خو په یرووان کې بیا زرګونه کسانو د لاریونو په ترڅ کې خپل مخالفت ورسره وښود.

د شوې هوکړې له مخې ، اذربایجان به د نګورنو قره باغ ځينې برخې او شاوخوا سیمې، چې په دې وروستیو جګړو کې یې نیولي وساتي.

ارمنستان به په دې سربېره چې له نګورنو قره باغ سره د نښلوونکې لویې لارې لاچین سیمه له لاسه ورکړي د هوکړې له مخې باید د اعدم او کلبجر سیمې هم تحویل کړي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل چې دغه تړون باید د تلپاتې سیاسي موافقې او د شخړو بشپړې هواري لپاره لاره هواره کړي.

د نګورنو قره باغ سیمه کې تازه جګړو نږدې یو نیم زر کسان چې پi کې پوځیان او ملکیان شامل دي وژلي او یو زیات شمېر خلک یې بې کوره کړي دي.

د روسیې ولسمشر څه وخت مخکې ویلي و چې د نګورنو قره باغ په سږنۍ جګړه کې ټول ټال پنځه زره کسان مړه شوي.