عبدالله عبدالله له ازبیکستاني چارواکو سره پر افغان سوله خبرې کوي

عبدالله بېګا تاشکند ته ورسېد

د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله په ازبکستان کې دی او د افغان سولې او سیمه ییزې اجماع په تړاو خبرې کوي.

ښاغلی عبدالله بېګا تاشکند ته رسېدلی دی.

تمه ده نن مازیګر ښاغلی عبدالله د ازبکستان له جمهور رییس شوکت میرضیاییف سره وګوري.

هغه به دغه راز د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف او د دیني چارو د کمېسیون له مشر سره هم وګوري.

ښاغلي عبدالله د افغانستان د سولې په تړاو د سیمه ییزې اجماع د غښتلتیا په هدف تر دې مخکې پاکستان او ایران ته هم سفرونه کړي دي.