عمران خان: د افغان کډوالو ستنېدل باید د سولې مذاکراتو مهمه برخه وي

عمران خان

د شانګهای سرمشریزې ته په وینا کې د پاکستان صدراعظم عمران خان ویلي د افغانستان د سولې او ثبات پر وړاندې شته ننګونو ته باید پام وشي.

ښاغلي خان د افغانستان په اړه په وینا کې دا هم زیاته کړه چې د افغان کډوالو بېرته ستنېدل باید د سولې د مذاکراتو یوه مهمه برخه وي.

هغه زیاته کړه: "موږ باید د شته ننګونو په اړه هم متوجه و اوسو، په تېره بیا د کورنیو او باندنیو مخربو رول ته چې نه غواړي په افغانستان کې سوله او ثبات راشي، په پوره عزت د افغان کډوالو ستنېدل باید د سولې د خبرو یوه مهمه برخه وي."

پاکستان د یو زیات شمېر افغان کډوالو کوربه دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د معلوماتو له مخې اوسمهال ۱.۴ ملیونه افغان کډوال په پاکستان کې اوسي.

د پاکستان صدراعظم عمران خان په شنګهای کنفرانس کې د خبرو پر مهال دا هم وویل، چې پاکستان د افغانانو په مشرتابه او ملکیت د سولې د بهیر ملاتړی دی او په افغانستان کې جګړه هيڅ نظامي حل نه لري.