پوتین: پر بېلاروس، قرغزستان او ماډووا بهرني فشارونه د منلو وړ نه دي

د روسیې ولسمشر ولادیمير پوتین

د روسیې ولسمشر وايي، پر بېلاروس، قرغزستان او ماډووا بهرني فشارونه د منلو وړ نه دي.

د روسیې ولسمشر ولادیمير پوتین د سې شنبې په ورځ د شنګهای همکارۍ سازمان په ویډيويي غونډه کې وویل چې پر بېلاروس بهرني فشارونه زیات شوي دي او دا فشارونه د منلو وړ نه دي.

په بېلاروس کې وروسته له هغه پراخ لاریونونه پیل شول چې د اګست په نهمه د ولسمشريزو انتخاباتو په نتیجه کې الکساندر لوکاشینکا ګټونکی اعلان شو.

لاریون کوونکي له لوکاشینکا غواړي چې استعفا ورکړي.

د بېلاروس سیاسي مخالفان او لویديځ هیوادونه وايي، چې په دغو انتخاباتو کې پراخې درغلۍ شوې وې.

مسکو د لوکاشینکا ملاتړ کوي.

لوکاشینکا له درو میاشتو راهیسې د لاریونو د ځپلو هڅې روانې کړي دي.

د شنګهای همکارۍ سازمان په غونډه کې پوتین وویل: په بېلاروس کې تر ولسمشریزو انتخاباتو وروسته، زموږ بېلاروسي ملګري له بې ساري فشار سره مخامخ شوي دي، دوی د پارونو او بندیونو پر وړاندې درېدلي چې د معلوماتو او پروپاګند د جګړې له لارې پر دوی لګول شوي.

الکساندر لوکاشینکا

لوکاشینکا په علني توګه ویلي چې اروپايي ټولنه هیوادونه د ده په هیواد کې په لاریونو کې لاس لري.

پوتین په خپله وینا کې د پخواني شوروي اتحاد دوه نور غړي مالدووا او قرغزستان نهم یاد کړل چې تر بهرني فشار لاندي دي.

په قرغزستان کې د ولسمشریزو انتخاباتو د نتیجو پر وړاندي پراخ لاریونونه وشول چې په پایله کې يې حکومت منحل او د پارلمان رییس له دندې لیرې شو او په دې هېواد کې د پراخ سیاسي کړکېچ په نتيجه کې ولسمشر سورنبای جین بیکوف تېره میاشت له خپلې دندې استعفا ورکړه.

په مالدووا کې د اروپا ملاتړې ولسمشریزې کاندیدې مایا ساندو د نومبر په لومړۍ نېټه په حیرانوونکې توګه لومړی پړاو انتخابات وګټل او اوس د مسکو له ملاتړ لرونکي کاندید ایګور دودون سره په دوهم پړاو انتخاباتو کې برخه اخلي.

پوتین دا هم وویل چې د مسکو په منځګړیتوب د اذربایجان د جلاغوښتونکې سیمې نګورنوقره باغ اوربند به د ارمنستان او اذربایجان تر منځ سولې ته او په جنوبي قفقاز کې ثبات ته لاره هواره کړي.

پوتین زیاته کړه چې د شنګهای همکارۍ سازمان سرمشریزه به د کرونا ویروس د مخنیوي پر موضوع ګډه اعلامیه ورکړي.

د ایس سي او یو شمېر غړي هېوادونه چین، هند، قرغزستان، قزاقستان، پاکستان، روسیه، تاجکستان او ازبکستان دي.

افغانستانه، بېلاروس، ایران او منګولیا په دې اداره کې د څارونکي رول لري او ارمنستان، اذربایجان، کمبوډيا، نیپال، ترکیه او سري لنکا د دې ادارې مذاکراتي شریکان دي.