د افغانستان ملي امنیت: د هند د نیمې وچې لپاره د القاعده یو مشر ووژل شو

د افغانستان ملي امنیت ادعا کوي چې د هند د نیمې وچې لپاره یې د القاعده یو مشر وژلی دی.

ملي امنیت په یوه بیان کې وایي چې محمد حنیف چې مستعار نوم یې 'عبداللهٰ دی او له اصله د پاکستان د کراچۍ دی د فراه په بکوا ولسوالۍ کې د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو پر مهال ووژل شو.

ملي امنیت د عملیاتو په وخت د دوو پاکستاني مېرمنو د نیولو خبر هم ورکوي.

په خپاره شوي بیان کې دا نه دي ویل شوي چې دا عملیات کله شوې دي.