د بېلاروس د اټمي انرژۍ یوازینۍ دستګاه ودرول شوه

د بېلاروس د اټمي انرژۍ یوازینۍ دستګاه

د بېلاروس د اټمي انرژۍ یوازینۍ دستګاه چې د لیتوانیا له پولي سره نژدې پرته ده، ودرول شوه.

درې ورځې مخکې د بېلاروس مستبد مشر الکساندر لوکاشینکو دا دستګاه پرانېسته او ویې ویل چې ډېر ژر به هېواد یو اټمي ځواک شي.

چارواکي وایي، د دې مرکز د برېښنا چارې د دې لپاره ودرول شوې چې د انرژي وزارت پرون د دوشنبې (د لړم ۱۹مه) په ورځ وویل چې ځیني وسایل به یې بدل کړي.

دا مرکز د روسیې په لس میلیارډه ډالره پور جوړیږي او لیتوانیا ورسره مخالفه ده.