د کندز چارواکي: د ملا غلام سیمه کې د ملي اردو ۴ سرتیري ووژل شول

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

د کندز په خان اباد ولسوالۍکې د جګړې پرمهال پوځیانو او ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

تېره شپه طالبانو د افغان ځواکونو پر پوستو د ملا غلام په سیمه کې برید وکړ او د ملي اردو څلور سرتیري یې ووژل.

د کندز د والي ویاند عصمت الله مرادي ازادي راډیو ته وویل چې د ملي اردو دوه عسکر ټپیان دي او یو تری تم دی.

مرادي په ورته وخت کې ملکيانو ته د اوښتو تلفاتو خبر ورکړ: "تر دې برید وروسته طالبان د یوه کور په مېلمستون کې ځای پر ځای شول، هلته افغان هوایي ځواک پر مهمانخانې برید وکړ، له بده مرغه په دې برید کې د کور غړي په چرو لګېدلي چې پنځه یې وژل شوي او دوه نور یې ټپیان دي."

دا جګړه د شپې شاوخوا اته بجې پیل شوه او د شپې تر ۱۲ بجو یې دوام درلود.

وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.