د صدراعظم پاشینیان له استعفا وروسته ارمنستان بې ثباتۍ ته داخله شوه

نن سهار وختي د اپوزسیون په سلګونو ملاتړي دولتي ودانیو او پارلمان ته ورننوتل، وسایل یې تالان کړل.

ارمنستان وروسته تر دې سیاسي بې ثباتۍ ته داخل شو چې اپوزسیون ډلو د صدراعظم نیکول پاشینیان د استعفا غوښتنه وکړه.

بل لورته تېره شپه په اذربایجان کې د دې لپاره ناکرارۍ وې چې د روسیې په منځګړیتوب د ارمنستان او اذربایجان مشرانو په کورواکي سیمه ناګورنو قره باغ کې سر له نن سې شنبې(د لړم ۲۰مه) د جګړې د بندېدو لپاره موافقه لاسلیک کړه.

نن سهار وختي د اپوزسیون په سلګونو ملاتړي په پلازمېنه ییروان کې دولتي ودانیو او پارلمان ته ورننوتل، وسایل یې تالان کړل او کړکۍ یې ورماتې کړې.

د اخ و ډب پرمهال د پارلمان رئیس ارارت میرزویان ټپي شوی دی چې په روغتون کې بستر شو.

حکومت دا پیښه په سختو ټکیو غندلې ده.

د ولسمشر ارمین سارکیسیان دفتر نن وویل چې سیاسي سلا مشورې به پیل کړي، څو ملي یووالی رامنځته شي.

ولسمشر په بیان کې ویلي دي چې ده د ناګورنو قره باغ د تړون په اړه له رسنیو اوریدلي دي چې جګړه به ورسره ختمېږي، خو له ده سره په دې برخه کې له بده مرغه سلامشوره نه ده شوې.

تردې مخکې چې کله صدراعظم نیکول پاشنیان پرون له اذربایجان سره د روغې د تړون اعلان وکړ په زرګونو کسان په پلازمېنې ییروان کې د اعتراض لپاره راغونډ شول او د اپوزسیون ۱۷ ګوندونو یو ګډ بیان خپور کړ چې پاشینیان استعفا وکړي.