'طالبانو بیا د غزني-پکتیکا ترمنځ غځېدلي سړک یوه برخه ویجاړه کړه'

د غزني او پکتیکا لار

طالبانو یو وار بیا د غزني-پکتیکا ترمنځ د غځېدلي سړک یوه بله برخه ویجاړه کړه.

چارواکي وايي، وسله‌والو طالبانو دا پوخ سړک په تراکتورونو اړولی دی.

د غزني د والي ویاند واحدالله جمعه‌زاده ورځ ازادي راډیو ته وویل، طالبانو دغه لاره دوه ورځې وړاندې د غزني په اندړو ولسوالۍ کې ورانه کړې ده.

هغه زیاته کړه: "وسله‌والو مخالفینو د غزني او پکتیکا ترمنځ لویه لاره د اندړو ولسوالۍ د مربوطاتو په خانې کلا سیمه کې په ماشینریو باندې شااوخوا شپږ یا اووه سوه متره اړولې او خرابه کړې ده، دوه کاله وړاندې هم وسله‌والو مخالفینو د پکتیکا لویه لاره شااوخوا اووه کیلومتره په همدغه شکل خرابه کړې وه."

وسله‌والو طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

په خواله رسنیو کې د سیمې ګڼو خلکو د وسله‌والو دغه کار سخت غندلی دی.

دغه لاره له تقریباً درې نیمو کالو راهیسې وسله‌والو طالبانو د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړلې او موټر چلوونکي پر خامه لارو تګ راتګ کوي.

چارواکي وايي، طالبانو د دې لارې په ځینو برخو کې ماینونه هم ایښي دي.