په نګورنو قره باغ کې د جګړې بندېدو موافقه لاسلیک شوه

د اذربایجان سرحدي سیمه کې د دې هېواد یو پوله ساتی سرتېری

د ارمنستان، اذربایجان او روسیې مشرانو په کورواکې سیمه نګورنوقره باغ کې سر له نن سې شنبې د جګړې د بندېدو لپاره موافقه لاسلیک کړه.

دا موافقه د دې سبب شوه، چې د ارمنستان په پلازمېنه کې مظاهره چیان پر دولتي ودانیو یرغل وروړي.

د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشنیان د دې موافقې اعلان نن سهار وختي د خپلو ټولنیزو شبکو په یوه پوسټ کې وکړ.

وروسته د اذربایجان ولسمشر الهام علییف او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم د دې موافقې خبر تایید کړ.

د دې موافقې له مخې به په لانجمنه سیمه نګورنوقره باغ کې د روسیې سوله ساتي د اوږدې مودې لپاره ګمارل کېږي.

تر دې مخکې هم د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ د اوربند درې موافقې شوې وې، خو عملي شوې نه وې.

په سیمه کې جګړې د سپټمبر له ۲۷مې پیل شوې دي.