د افغان فلم مشرې د پارک سیمنا د ورانولو په غبرګون اعتصاب پیل کړ

صحرا کریمي

د افغان فلم مشره صحرا کریمي وایي، د پارک سیمنا د ورانولو پر وړاندې سره له ننه د دې سینما په دننه کې اعتصاب پیلوي.

اغلې کریمي نن په یوه ټویټ کې ویلي چې نه ډوډۍ خوري، نه اوبه څکي او که څوک دغه سینما ورانوي له دې سره دې یوځای ورانه کړي.

د دې سینما چې له جوړېدو یې څه باندې شپږ لسیزې تېرېږي، د ورانولو لپاره د ښاروالۍ او د ولسمشر د لومړي مرستیال د پرېکړې پر وړاندې د افغانستان د سینما او د هنر د نورو برخو ډېرو نورو وتلو څېرو هم اعتراضونه کړي دي.