د افغانستان زندانونو کې د ناروغو بندیانو برخلیک څېړل کېږي

د پلچرخي زندان یوه څنډه

د افغانستان حکومت په زندانونو کې د هغو بندیانو د برخلیک ټاکلو لپاره یو روغتیایي پلاوی ګمارلی چې ناروغ دي او علاج نه لري.

د زندانیانو د چارو د ادارې ویاند فرهاد بایاني ازادي راډیو ته وویل په دغه روغتیایي پلاوي که به چې د کابینې په عدلي او قضایي کمېټه کې پرې هوکړه وشوه، شل ډاکټران وي.

هغه زیاته کړه: "دغه روغتیایي پلاوي ته دنده سپارل شوې چې په یوه اونۍ کې د بندیانو روغتیایي وضعیت وڅېړي او عالي کمېسیون ته یې ور وپېژني چې د برخلیک په اړه یې پرېکړه وشي."

د بایاني په وینا د افغانستان په زندانونو کې په اوس وخت کې له ۲۷ زروزیات کسان بندیان دي.