اتل قول اردو: د ارزګان څو سیمو کې د طالبانو د حملو پلانونه شنډ شول

افغان سرتېری

۲۰۵ اتل قول اردو وایي، د طالبانو د حملو پلانونه‌یې د ارزګان ولایت په څو سیمو کې شنډ کړي دي.

دې قول اردو نن رسنیو ته په یوه استولې خبرپاڼه کې ویلي چې وسله‌والو طالبانو پرون یکشنبه پلان درلود چې په ګېزاب او د ترینکوټ په نچین سیمو کې د افغان امنیتي ځواکونو پر پوستو حملې وکړې چې د دې قوماندانۍ د څلورمې پلې لوا ځواکونو یې د هوایي ملاتړ په مرسته د حملو مخه ونیوله.

د خبرپاڼې له مخې د نښتو په نتیجه کې ۱۰ طالبان وژل شوي او ۱۴ نور یې ژوبل شوي او د دښمن څو میلې وسلې او یو شمېر مهمات هم ویجاړ شوي دي.

وسله‌والو طالبانو د دغې ادعا په اړه تر اوسه څه نه‌دي ويلي.