امرالله صالح د پارک سینما د ودانۍ له ورانولو دفاع وکړه

د پارک سینما

د افغانستان مرستیال ولسمشر امرالله صالح د پلازمېنې کابل په شهرنو کې د پارک سینما د ودانۍ له ورانولو دفاع کړې ده.

ښاغلي صالح په خپله فېس‌بوک پاڼه پرون ناوخته لیکلي چې دا ودانۍ سینما نه، بلکې د ده په خبره له څو لسیزو د مخدره موادو د خرڅلاو سیمه وه او روږدو کسانو په‌کې اړولې وه.

امرالله صالح دا خبرې وروسته له هغه ولیکلې چې د ټولنیزو رسنیو کاروونکو د پارک سینما له ورانولو سره کلک مخالفت وښود او هغو عکسونو سخت غبرګونونه وپارول چې ښيي د ښاروالۍ کارګران د دې سینما د ودانۍ په ورانولو پيل کړی.

د افغانستان د جمهور رئیس مرستیال ویلي چې د پارک سینما د ودانۍ پر ځای به یو فرهنګي ځای جوړ شي څو په ښه توګه ترې استفاده وشي.