اذربایجاني ځواکونو په نګورنو قره باغ کې د سوشي ښارګوټی نیولی

د سوشي سیمه

د اذربایجان ولسمشر الهام علییف وایي، د هېواد ځواکونو یې په نګورنو قره باغ کې د شوشي په نوم دوهم ستر ښار نیولی دی.

د ارمنستان چارواکي وایي، په دې ښارکې جګړه روانه ده.

د علییف تردې څرګندونو وروسته ډېر خلک په باکو کې راټول شول او د شعارونو په ورکولو او د بیرغونو په ښورولو سره یې دغه بریا ولمانځله.

د علییف تر دغه اعلان مخکې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له خپلو سیالانو، د ترکیې او د فرانسې له ولسمشرانو سره د نګورنو قره باغ د لانجې په اړه خبرې وکړې او پوتین او ایمانویل مکرون په سیمه کې د ارمن ټبرو او د اذربایجان د ځواکونو ترمنځ د پراخو شخړو په اړه جدي اندېښنه ښکاره کړه.

نګورنوقره باغ چې نړیوال یې د اذربایجان د خاورې یوه برخه بولي، په کې مېشت اکثریت ارمن ټبري یې خپلواکه سیمه بولي.