د بایډن د بريا جشنونه؛ د امریکا سربېره د ښادیو څپې نړۍ ته وغځېدې

اعلان لا سم خلاص شوی نه و چې خلک د واشنګټن پر کوڅو راتوی شول او مخامخ یې سپینې ماڼۍ ته د څېرمه ډګر لوری ونیو چې په دودیز ډول د سیاسي غونډو کوربه وي.

د جو بایډن د بري له اعلان سره سم د هغه ګڼو پلویانو په ښادیو پیل وکړ.

د پلازمېنې واشنګټن اوسېدونکي سره له دې چې ښایي خبرونه یې نه کتل، خو پوهېدل چې څه راروان دي.

زوږ او شورماشور له ښادمنو چیغو او نارو سره یو ځای د خلکو له اپارتمانو او کورونو ناببره راپورته شو.

چلوونکو د واټونو پر سر پر خپلو هارنونو ورغوي ټینګ کړل؛ نورو بیا زنګونه کړنګول یا یې ډولونه وهل یا د خپلو کورونو غولو ته ووتل نڅاوې یې پیل کړې او د بایډن او هاریس جنډې یې رپولې.

اعلان لا سم خلاص شوی نه و چې خلک د واشنګټن پر کوڅو راتوی شول او مخامخ یې سپینې ماڼۍ ته د څېرمه ډګر لوری ونیو چې په دودیز ډول د سیاسي غونډو کوربه وي.

د امریکا جنډې او د بایډن د ټاکنیزې مبارزې شعارونه یې هسک کړي او شراب یې ورسره اخیستي وو چې خپله بریا ونمانځي.

د بایډن یو شمېر پلویانو د ۱۹۶۹ کال دا دود شوې سندره غږوله چې «نا نا هی هی، ښکل یې کړه چې ځي!»

وبا لا هم پر ټوله امریکا خپره ده او ماسکونو هم ټولنه سره ویشلې ده.

بایډن ویل چې هرومرو یې تړئ خو ټرمپ په هغه چا پورې چې ماسک به یې وهلی و ملنډې کولې.

منتقدین وایي، جمهوریپال ټرمپ په خپلو ځینو تګلارو د امریکا ارزښتونه زیانمن کړل لکه له ځینو اسلامي هېوادو نه د وګړو پر ورتګ بندیز او له لاتینې امریکا نه له ورتلونکو پناه غوښتونکو سره چلند.

د واشنګټن یوه اوسېدونکي آرون ریګېنز چې سندرې یې ویلې او یوه پوکڼۍ یا بالون یې چې پرې لیکل شوي وو: "ځه په مخه دې ښه، زه هغه څه نمانځم چې د ولسوالکۍ ادامه برېښي."

هغه د آزادې اروپا راډیو ته وویل: "داسې انګېرم چې ټرمپ هیله لري چې هر څنګه کېږي واک وساتي او دا ماته د امریکا نظام ته ګواښ ایسي."

د وګړو ښادمنې ډلې د سپینې ماڼۍ پر شاوخوا راټولې شوې، د موټر تګ راتګ یې بند کړ، خو پولیسو دې سوله ییزې مظاهرې ته څه ونه ویل.

ټرمپ د ښار له وګړو او د هغو له ډیموکرات ښاروال موریل باوسر سره ډېر ترینګلي اړیکې درلودې.

ډونالډ ټرمپ

بایډن تر هغه وروسته د ولسمشریزو ټاکنو ګټونکی اعلان شو چې په ډېر لږ توپیر یې ټرمپ په پنسلوانیا کې مات کړ او په دې سره یې د ټاکنیزو کالجونو د رایو شمېر تر ۲۷۰ چې بري ته اړین دی، واوښت.

د دې خبر په اورېدو د ښادیو څپه پر نړۍ هم خپره شوه.

د آیرلنډ له بالینا ښار نه چې د بایډن د نیکونو ټاټوبی دی تر ټولا سیندرا پورام ښارګوټي پورې چې د بایډن د مرستیالې کماله هاریس د نیکونو ټاټوبی دی.