د ټرمب ټاکنیزې ډلې د امریکا په اریزونا کې حقوقي دعوه ثبت کړه

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمب

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمب د انتخاباتي کمپاین ډلې په اریزونا ایالت کې حقوقي دعوه ثبت کړه.

په دې ایالت کې د ټرمپ او بایډن رایې ډېرې سره نژدې دي. ولسمشر ټرمپ له جوبایډن څخه د ماتې له منلو انکار کړی دی.

د اریزونا د ماریکوپا د سیمې په محکمه کې د ټرمپ د انتخاباتي کمپاین په دعوه کې ادعا شوې چې د انتخاباتي کار کوونکو لارښوونه ددې لامل شوې چې رایه ورکوونکي د رایې ورکولو په مرکز کې یوه تڼۍ کېګاږي چې له کبله یې ممکن د دوی رایې ضایع شوې وي.

په اقامه شوې دعوه کې دغه راز ویل شوي چې دا رایې ممکن د اریزونا ایالت د انتخاباتو په پایلو کې ټاکونکی رول ولري.

په دغه ایالت کې بایډن تر خپل سیال دونالډ ټرمپ ۲۰ زره ډېرې رایې لري.