د امریکا متحدانو د جوبایډن د انتخابېدو هرکلی وکړ

جوبایډن

د امریکا متحدانو د دغه هېواد د راتلونکي ولسمشر په توګه د جوبایډن د انتخابېدو سمدستي هرکلی وکړ.

جرمني او اتلانتیک دا د دواړو خواوو ترمنځ یو نوی باب وباله، خو روسیې پرې چوپتیا غوره کړې ده.

ویل کېږي چې بایډن به د ولسمشر ډونالد ټرمپ په پرتله د روسیې په وړاندې د دغه هېواد د بشري حقونو د سابقې په اړه سخت دریځ غوره کړي.

منتخب ولسمشر بایډن په ځلونو پر ګاونډیو د یرغل او د نورو هېوادونو په انتخاباتو کې د لاسوهنې په شمول د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین پر اقداماتو چې دی یې ناوړه اقدامات بولي، نیوکې کړې دي.

بایډن په وروستیو کې روسیه د مخالف هېواد په نوم یاده کړې ده.