لوګر کې ترافیکي پېښې د خوست د مندوزیو پخوانی امنیه قوماندان وژلی

عکس تئزیني بڼه لري، د کابل لوګر لویه لار

په لوګر کې په یوه ترافیکي پېښه کې د خوست د اسماعیل خېلو مندوزیو ولسوالۍ پخوانی امنیه قوماندان وژل شوی او د تڼیو ولسوالۍ ولسوال په ګډون درې کسان ټپيان شوي دي.

د خوست د پولیسو ویاند عادل حیدر ازادي راډیو ته وویل، دغه پېښه د لوګر ولایت اړوند د تېره په سیمه کې د شنبې په ورځ وشوه.

د ټپیانو روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ ښودل شوی.

سمونوال داود تڼی له دې وړاندې د خوست د لومړۍ حوزې امر، د اسماعیل خېلو مندوزیو ولسوالۍ امنیه قوماندان په حیث دندې ترسره کړي وې.

دا په دې وروستیو نږدې ورځو کې د خوست او کابل په عمومي لاره درېیمه ترافیکي پېښه ده چې خلکو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې.