د هند کرکټ غوره لیګ سیالۍ؛ حیدراباد نیمه پایلوبې ته ووته

ارشیف

د هند د کرکټ په غوره لیګ سیالیو کې د جمعې په شپه سنرایزرس حیدراباد لوبډله د رویال چلنجرز بنګلور په ماتولو بل مهم پړاو ته ووتله.

حیدراباد لوبډلې د بنګلور له خوا د ۱۳۲ منډو هدف په څلورو ویکټو پوره کړ.

راشد خان وتوانېد چې له شاوخوا شل متره لرې په یوې ترو یا د توپ په سیده اچولو انګلستانی لوبغاړی معین علي رن اوټ کړي.

سن رایزرس ټیم به اوس د یکشنبې په ماښام له ډهلي کپیټلز سره دویمه حذفي یا نیمه پایلوبه کوي چې ګټونکی به یې راساً په فاینل کې د سه شنبې په شپه له ممبي انډینز ټیم سره مخ شي.