امرالله صالح او حمدالله محب ولسي جرګې ته له ورتګه ډډه وکړه

د ولسمشر غني لومړی مرستیال امرالله صالح

د افغانستان ولسی جرګې د وروستیو نا امنیو په اړه خپلې نننۍ فوق العاده غونډې ته امنیتي چارواکي ورغوښتي وو.

په افغانستان کې د وروستیو امنیتي پېښو په ځانګړي ډول پر کابل پوهنتون د برید په تړاو ولسي جرګې ته د امنیتي چارواکو د وربللو فوق العاده غونډه بې نتیجې پای ته ورسېده.

د شنبې د ورځې دې غونډې ته د کورنیو چارو سرپرست وزیر محمد مسعود اندرابي، د دفاع وزارت سرپرست وزیر اسدالله خالد او د ملي امنیت رییس احمد ضیا سراج، د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب او د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح غوښتل شوي وو.

غونډه د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد په غوښتنه سري شوه خو د ولسي جرګې د لومړي مرستیال محمد مېرزا کټوازي په خبره د دغې جرګې د یو غړي رمضان بشر دوست له لوري ګډه وډه او بلاخره بې نتیجې پای ته ورسېده.

هڅه مو وکړه په دې اړه د رمضان بشر دوست نظر هم ولرو خو د نوموړي ټیلیفونونه غلي وو.

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح او د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب جرګې ته نه وو ورغلي.

د ولسي جرګې یو غړي بسم الله محمدي په دې غبرګون ازادي راډیو ته وویل: "باید دوی مجلس ته راغلي وای، دا زموږ حق دی چې له دوی وضاحت وغواړو، دا دومره جنرالان او لوړ پوړي نور پوځيان د څه لپاره دي چې د ټولو چارو مسوولیت ( امرالله صالح) په خپله غاړه اخلي، خو حکومت د امنیت د ټینګښت توان نه لري."

ولسي جرګې د جمهور لومړی مرستیال امرالله صالح ځکه خپلې دغې غونډې ته ورغوښتی و چې په دې وروستیو کې نوموړي د کابل ښار د امنیت مسوولیت اخیستی دی.

خو د لومړي معاونیت د خپرونو او عامه اړیکو رییس رضوان مراد ازادي راډيو ته وویل، چې ولسي جرګه باید دوی ته د امرالله صالح د ورتګ په اړه پوره وضاحت ورکړي.

رضوان مراد

هغه زیاته کړه: "هرکله چي محترمې ولسي جرګې موږ ته وضاحت راکړ چې په کوم اساس او ولې غواړي چې معاون صاحب ورشي، وروسته کېږي چې معاون صاحب ورشي هغه هم په استعمایه جلسه کې، ځکه چې د افغانستان د قانون له مخې ولسي جرګه د لومړي معاون د استیضاح او احضار حق نه لري."

د ملي امنیت شورا د سلاکار دفتر بیا جرګې ته د ښاغلي محب د نه ورتګ په اړه د ازادي راډیو اړیکه ځواب نه کړه.

خو د ولسي جرګې لومړي مرستیال محمد مېرزا کټوازي بیا ازادي راډيو ته وویل، دوی به حکومت ته یوه مصوبه ولېږي چې دا ستونزې حل شي.

د ولسي جرګې لومړي مرستیال محمد مېرزا کټوازي

هغه زیاته کړه: "له بده مرغه چې دواړو (حمدالله محب او امرالله صالح) حضور پیدا نه کړ، زموږ اجنډا معلومه وه او دوی ته مو لېږلې چې کابل پوهنتون باندې د برید موضوع وه، امرالله صالح په داسې حال کې د کابل د امنیت بشپړ مسوولیت اخیستی چې دلته د کورنیو چارو وزیر او امنیه قوماندان شته، خو اوس به موږ حکومت ته یوه مصوبه ولېږو او په کې ټينګار به وشي چې دوی ولې له پارلمان سره ستونزې جوړوي."

امنیتي مسوولین په داسې حال کې ولسي جرګې ته غوښتل شوي وو چې په دې وروستیو کې په کابل کې امنیتي پېښو زور اخیستی دی .

تازه هغه یې نن د طلوع نیوز د پخواني ویاند یما سیاووش په موټر د مقناطیسي ماین چاودنه وه چې د نوموړي په ګډون درې کسان په کې ووژل شول.

تر دې وړاندې د تېرې دوشنبې په ورځ په کابل پوهنتون برید کې ۲۲ کسان ووژل شول او ۴۰ نور ټپیان شول.