امریکا کې ټاکنې؛ جوبایډن: د رایو شمېرلو په پای کې به ولسمشر شم

د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشرۍ ټاکنو ته د ډیموکرات ګوند کاندید، جوبایډن

د امریکا په متحدو ایالتونو کې د انتخاباتو په درېمه ورځ په څلورو ایالتونو کې د رایو شمېرل دوام لري.

دا څلور ایالتونه پینسلوانیا، جورجیا، نوادا او ایروزونا دي چې د دواړو کاندیدانو رایې تقریباً په کې برابرې دي.

د دیموکرات ګوند کاندید جوبایډن د جمعې تر سهاره په پینسلوانیا او جورجیا کې د جمهوریپال ګوند تر کاندید دونالډ ټرمپ شا ته وو، خو د ورځې په پای کې په دواړو ایالتونو کې د بایډن رایې تر خپل سیال ډېرې شوې.

دا دوه ایالتونه ۳۶ الیکترول رایې لري او که بایډن په کې وړاندې پاتې شي، بری یې حتمي دی.

خو په همدې منځ کې د امریکا د سترې محکمې قاضي سامویل الیتو پرون، جمعه د پینسلوانیا ایالت د ولسوالیو انتخاباتي حوزو ته حکم وکړ د هغو رایو چې د پوستې له لارې د انتخاباتو په ورځ د شپې له ۸ بجو ورووسته رسېدلې، د بېلولو لپاره د ایالتي مقرراتو پیروي وکړي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، قاضي دا حکم د هغه شکایت په ځواب کې کړی چې پر اساس یې د ایالتي محکمې قاضي ویلي و چې هغه ټولې رایې دې وشمېرل شي چې د شپې تر ۸ بجو پورې د پوستې له لارې رسېدلې دي.

دا شکایت جمهوریپالو کړی و.

له بلې خوا د دیموکګرات ګوند کاندید جو بایډن پرون شپه د ډیلور ایالت په ولمینګټن ښار کې د امریکا خلکو ته په وینا کې یو وار بیا وویل چې د رایو د شمېرلو په پای کې به دی ولسمشر غوره شي.

سره له دې چې ده د بري له اعلانه ډډه وکړه خو ډاډ یې څرګند کړ.

ولسمشر دونالډ ټرمپ بیا تېره شپه په یوه ټویټ کې وویل د دیموکرات ګوند کاندید جو بایډن باید په ناحقه ادعا ونه کړي چې د امریکا منتخب ولسمشر دی.

ډونالډ ټرمپ دې ته په اشاره چې دی هم دا ډول ادعاوې کولی شي، ویلي جې قانوني پړاوونه تازه پیل شوي دي.

تراوسه پورې د جو بایډن الیکترول رایې ۲۵۳ دي او یوازې ۱۷ نورو الیکترول رایو ته اړتیا لري.

د ده په وړاندې د دونالډ ټرمپ الیکترول رایې ۲۱۴ دي او د دې لپاره چې تر خپل سیال وړاندې شي باید د رایو په پایلو کې ډېر لوی توپیر راشي.