د کندهار چارواکي: تر ۱۰۰ زیات وسله وال طالبان وژل شوي

په کندهار کې افغان ځواکونه د نظامي عملیاتو پرمهال

د کندهار د والي ویاند ادعا کوي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې تر ۱۰۰ زیات وسله وال طالبان وژل شوي دي.

احمد بهیر احمدي نن ازادۍ راډیو ته وویل: "د کندهار په پنجوايي، ارغنداب، میوند او ارغستان ولسوالیو کې یو لړ چاڼیز او تصفیوي عملیات شوي دي، د عملیاتو پر مهال د وسله والو مخالفانو ۱۰۳ تنه وژل شوي او ۴۲ تنه نور یې ټپیان شوي دي."

خپلواکو سرچینو د دغه شمېر وسله والو د مرګ ژوبلې خبر تایید کړی نه دی.

وسله والو طالبانو د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

د والي ویاند وايي، د پوځي عملیاتو په نتیجه کې ځینې سیمې له وسله والو تصفیه شوي دي.