بغلان کې ټرافیکي پېښې ۵ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

ارشیف

په بغلان ولایت کې یوې ټرافیکي پېښې یو تن مړ او څلور تنه نور ټپیان کړل.

د دوشي ولسوال، صاحبداد غفوري ازادۍ راډیو ته وویل، پېښه نن سهار د دوشي-پلخمري پر لار شوې ده.

ولسوال وايي، یو مسافروړونکی کرولا ډوله موټر له یوه باروړونکي موټر سره ټکر شوی علت یې هم د چلوونکو بې احتیاطي ښوول شوې ده.