د ارزګان چارواکي: دهراود کې ۱۳ وسله وال طالبان وژل شوي

ارشیف

د ارزګان د والي ویاند وايي، په دهراود ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په نتیجه کې ۱۳ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

احمد شاه ساحل ازادۍ راډيو ته وویل چې په سیمه کې دا تازه بمباري پرون شوې ده.

هغه زیاته کړه: "په دې بمبار کې ګڼ شمېر وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، چې ۱۳ تنه یې وژل شوي دي، هلته امنیتي وضعیت د افغان ځواکونو په کنټرول کې دی او د نن ورځې تر پایه عملیات ترسره کېږي."

وسله والو طالبانو تېره اوونۍ د دهراود ولسوالۍ ځینې برخې ونیولې.

د تازه عملیاتو په اړه طالبانو رسینو ته څه نه دي ویلي.

د والي ویاند وايي، د دهراود ولسوالۍ د بشپړې تصفیې په هدف تازه دمه ځواکونه هم دغې ولسوالۍ ته رسېدلي دي.