'ای.پي.اېل': سنرایزرس حیدراباد لوبډله نیمه پای لوبې ته ووتله

د هند د کرکټ په غوره لیګ کې د جمعې په شپه سنرایزرس حیدراباد لوبډله د رویال چلنجرز بنګلور په ماتولو سیمي فاینل ته ووتله.

حیدراباد لوبډلې د بنګلور له خوا د ۱۳۲ منډو هدف په څلورو وېکټو پوره کړ.

راشد خان وتوانېد چې له شاوخوا شل متره لېرې په یوې 'ترو' یا د توپ په سیده اچولو انګلستانی لوبغاړی معین علي رن اوټ کړي.

هغه بېګاه تر لوبې وروسته د 'ای.پي.اېل'خپروونکو ته وویل:"دا یوه حذفي لوبه او ګټل یې اړین و. ډېر فشار موجود، خو د خدای شکر چې موږ وګټله. ما فکر کاوه چې که په سم ځای په ثبات توپ اچونه وکړم، نو ښه نتیجه به ترلاسه کړم. همدا یې علت دی چې تر ټولو اقتصادي توپ اچونه مې کړی او یو شمېر وېکټې مې هم اخېستي."

سن رایزرس کرکټ لوبډله به اوس د یکشنبې په ماښام له ډهلي کپټالز سره دویمه حذفي یا نیمه پایلوبه کوي چې ګټونکی به یې راساً په فاینل کې د سې شنبې په شپه له ممبی انډینز ټیم سره مخ شي.