په کابل کې د امریکا سفارت مخې ته د سولې ولسي حرکت پرلت وواهه

ارشیف

د سولې ولسي حرکت یوځل بیا په کابل کې د امریکا سفارت مخې ته پرلت پیل کړ.

د دغه حرکت مرستیال خلیل الله رحماني رسنیو ته ویلي، له دوی سره دا ځل د ختیځو ولایتونو یو شمېر قومي مشران او ځوانان هم ملګري شوي دي.

هغه زیاته کړه: "ټوله نړۍ متوجه شوه چې جګړه او سوله د امریکا په واک کې ده، اوس مونږ له امریکا، چې پر طالبانو او دولت نفوذ لري، غواړو چې جګړه پای ته ورسوي."

نوموړی وایي، د دوی پرلت یا اعتراض به تر هغو دوام ولري چې د اوربند په اړه ډاډ ترلاسه کړي.

د سولې ولسي حرکت چې د یوشمېر هلمندي ځوانانو په نوښت پیل شوی، دوه کاله وړاندې هم د امریکا او یو شمېر نورو هېوادونو د سفارتونو مخې ته ورته اعتراضونه کړي دي.